
د حضرت یعقوب زامنو خپل پلار ته په خطاب کې ووئيل؛ قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ» (یوسف: ۱۱)، البته په امانتدارئ کې ئې ورته وعده ورکړه. په همدې خاطر ئې کله له پلاره د بنیامین غوښته وکړه، نو حضرت یعقوب ووئیل؛قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَا أَمِنْتُكُمْ عَلَى أَخِيهِ مِنْ قَبْلُ» (یوسف: 64)؛ یعني تاسو د حضرت یوسف په باب څه وکړل چې بیا له ما بله غوښته کوئ؟
دغه الهی سنت د الهی اوصیاؤ په باب هم صادق دی . کله له خداوندمتعاله د موعود د ژغورونکي د شهور غوښته کوو،نو دا پوښتنه مطرح کیږي چې د حضرت امام حسین علیه السلام پشمول له مخکینیو اوصیاؤ سره موڅه وکړل اوڅرنګه مو ورسره ملګرتیا او مرسته وکړه؟
حضرت یعقوب د بنیامین دلیږلو لپاره شرط کیښود چې هغه ته له خداي څخه یو مضبوط تړون او قسم ورکړئ؛ قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ» (یوسف: 66). اوس که اسلامی امت د زماانې د ژغورونکي د ظهور انتظار کوي، نو نوره دعا او ادعا موثقه نشي کیدلی، بلکې باید درنده وثیقه اوخون بها ورکړي.
امت پکار ده ،امتحان ورکړي او ثابته کړي چې اهل وعده او ورسره کلک دریدونکي دي؛ هماه شان چې له دې مخکې پر نړیوالو د یمن او فلسطین د ملتنو د شجاعت اوصبر ښکاره شو، د ایران د ولس ایمان اوشجاعت هم دقدس د ورځې د میلیوني لاریون په لاره کې ځلا وموندله او ولس د توغندیو د حملو په وخت ، د الله اکبرشعارونه پورته کول او له غیر خدای څخه ونه ویریدل او وې ښودله چې دموعود په دفاع کې او د ارزښتونو په حفاظت کې به هیڅکله هم شاتګ ونه کړي.
د جنګ دلومړئ کرښې د زرګونو مبارزوو شهیدانو وړاندې کول حتی د درې ورځني نوږزیږي قرباني وړاندې کول د هغو بمونو او توغندیو په غورا او ویجاړیدا کې چې پرکورونو،ښونځیو اوبیخ بینائيو غورځيږي،ټول د ظهور لپاره د الهي وثیقو په معنا وړاندې کیږی.
هغه ولس چې هره شپه په دعا او د پيغمبر اکرم(ص) او دهغه بزرګوار د اهل بیت علیهم اسلام په یاد سره د ښارونو په چوکونو او سړکونو کې حاضریږي،ممکنه ده په زړونو کې زمزمه کوي چې ولې الهی نصرت درک نشته.؟که دوي ښه غوږ کیږدي،نوپوهیږي چې نصرت همدلته نزدې دی. أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ» (بقره: 214).
https://iqna.ir/en/news/3496816